د انجيل شريف پېغام
:
پېدائښت ١:١ | په شروع کښې، چې کله خُدائپاک ټول جهان پېدا کړو. |
روميان ٣:٢٣ | ځکه چه ټولو ګُناه کړې ده اَؤ دَ خُدائې دَ لوئۍ نه محرُوم دى، |
يوحنا ٨:٣٤ | ورته دا ووئيل چه ”رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چه ګُناه کوى هغه دَ ګُناه غُلام دې. |
خدائ پاک مونږ پېدا کړى يو خو مونږ هغه نۀ منو او د خپل د ګناه د فطرت په وجه مونږ د هغۀ نه جدا يو. د خدائ پاک نه بغېر زمونږ د ژوند څۀ معنه او مقصد نشته. د ګناه بدل روحانى او جسمانى مرګ دې. د روحانى مرګ مطلب د خدائ پاک نه جدا کېدل دى. جسمانى مرګ د بدن خاورې کېدل دى. کۀ مونږ په ګناه کښې مړۀ شو نو مونږ به د همېشه د پاره د خدائ پاک نه جدا يو او په دوزخ کښې به پراتۀ يو. مونږ د ګناه نه څنګه خلاصيدې شو چې خدائ پاک ته راوګرځو؟ مونږ په خپله د ګناه نه ځان نه شو بچ کولې لکه چې څنګه چې ډوبېدونکې کس ځان نۀ شى بچ کولې. نور خلق مو هم نۀ شى بچ کولې ځکه چې مونږ ټول ګناه کوو نو ډوبېدونکې کس بل ډوبېدونکې کس نۀ شى بچ کولې، او بل د چا ضرورت وى ورته. مونږ ته د ګناه نه خلاصولو د پاره د هغه چا ضرورت دې چې د ګناه نه پاک وى. صرف د ګناه نه پاک کس مونږ خلاصولې شى. د ګناه نه ډکه دنيا کښې به يو بې ګناه کس څنګه پېدا کوو؟
روميان٦: ٢٣ | ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دې خو دَ خُدائې بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دَ تل ژوندُون دې. |
يوحنا ٣: ١٦ | خُدائې دَ دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئې ئې هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئې ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. |
متى ١: ٢٣ | ”ګورئ، يوه پيغله به اُميدواره شى اَؤ زوئې به ئې وشى اَؤ دَ هغۀ نُوم به عمانوايل کيږ دى“ چه معنىٰ ده، خدائې زمونږ مل دې. |
يوحنا ٨: ٢٣ | نو عيسىٰ ووئيل، ”تاسو دَ دې مزکې خلق يئ اَؤ زَۀ دَ آسمان، تاسو دَ دې دُنيا استوګن يئ خو زَۀ دَ دې دُنيا نۀ يم. |
مرقس ١: ١١ | اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغې چه ”تۀ زما محبوب زوئې ئې، ستا نه زَۀ رضا يم.“ |
يوحنا ٨: ٣٦ | که چرې زوئې تاسو آزادوى نو تاسو به په رښتيا آزاد يئ. |
يوحنا ٣: ٣ | عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا رښتيا درته وايم، تر څو چه سړې بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائې بادشاهى ليدلې نۀ شى.“ |
يوحنا ١: ١٢ | خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئې دا حق ورکړو چه دَ خُدائې اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى، |
کوم خدائ پاک چې مونږ پېدا کړى يو او ډېره مينه راسره کوى نو هغۀ مونږ ته حل ښودلې دې. زمونږ سره د ډېرې زياتې مينې په وجه هغۀ خپل زوئ مسيح رالېږلې دې چې زمونږ د ګناه د پاره مړ شى. مسيح ځکه بې ګناه وو چې هغه د دې دنيا نۀ وو او چې کله په دنيا کښې وو نو د شيطان د ګناه په آزمېښت باندې غالبه شو. د هغۀ د ژوند نه خدائ پاک په عرش کښې رضا وو. مسيح زمونږ ګناه يوړه او زمونږ د ګناه د پاره په سولۍ شو. هغه زمونږ د ژوند خلاصوونکې دې. مسيح مونږ ځکه خلاصولې شى چې هغه ډوبېږى نه. د مسيح په سولۍ باندې د مرګ مقصد زمونږ د ګناهونو قيمت ادا کول وو او چې زمونږ نه ګناه لرې کړى او د خدائ پاک سره مو روغه وکړى. مونږ د خدائ پاک د قدرت په ذريعه هغه روحانى مرګ نه راژوندى کېږو چې دا خدائ پاک نه جدائى ده. د دې نوې رشتې نوم بيا ژوندى کېدل دى. دا زمونږ د پېدائښت د مقصد سره روغه کوى او د ژوند اصلى مقصد او معنه راته ښائى.
يوحنا ١١: ٢٥ | عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندې وى |
روميان ٦: ٩ | مُونږ ته دا معلُومه ده چه مسيح يو ځل له مړو نه ژوندې شوې دې، نو بيا هيڅ کله مړ کيدې نۀ شى اَؤ مرګ په هغۀ باندې نور هيڅ واک اِختيار نۀ لرى. |
اعمال ٢: ٢٤ | خو خُدائې هغه بيا راژوندې کړو اَؤ دَ مرګ دَ تکليفُونو نه ئې خلاص کړو ځکه چه دا نامُمکنه وه چه هغه دَ مرګ په قبضه کښې پاتې شوې وې. |
روميان ١٤: ٩ | ځکه چه مسيح دَ هم دې دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندې شو، چه هغه دِ دَ مړو اَؤ ژوندو دواړو مالِک وى |
اعمال ١١: ١ | اَؤ وئې وئيل چه ”اَئې ګليليانو! تاسو دلته څۀ له آسمان پلو ځير ځير ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چه ستاسو نه آسمان ته بوتلې شو، هم په دغه لار به بيا راځى په کُومه چه تاسو دَ تلو په وخت وليدلو.“ |
هغه څۀ ثبوت دې چې د مسيح د مرګ قربانى خدائ پاک ته په عرش کښې منظوره وه؟ هغه ثبوت د مسيح د خدائ پاک ذريعه بيا ژوندى کېدل دى. د بيا ژوندى کېدو په ذريعه دا ثابته شوې ده چې مسيح په مرګ غالب شوې دې يا به داسې ووايو چې د مرګ په هغۀ باندې څه اختيار نشته. چې مسيح ژوندې دې نو مونږ هم ژوندى پاتې کېدې شو. د هغۀ ژوند مونږ له ژوند راکوى. هغه بيا ژوندې شوې دې نو ځکه هغه اوس هم ژوندې دې.
يوحنا ٥: ٢٤ | رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، کُوم سړې چه زما خبرو ته غوږ ږدى اَؤ په هغه چا باور لرى چه زَۀ ئې را استولې يم هغه تل عُمرى ژوندوُن لرى اَؤ په هغۀ به دَ سزا حُکم ونۀ شى ځکه چه هغه دَ مخکښې نه دَ مرګ نه ژوندُون ته آؤړيدلې دې. |
يوحنا ١٠: ٩ | زَۀ دروازه يم اَؤ څوک چه په دې دروازه شپول ته ننوزى هغه به په امان وى. هغه به دَ ننه بهر تلې راتلې شى اَؤ ګياه به هم مُومى. |
يوحنا ١٤: ٦ | عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم، زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلې نه بغير پلار ته نۀ شى راتلې. |
يوحنا ٨: ٢٤ | ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښې مړۀ شئ. که چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم، نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښې مړۀ شئ.“ |
اعمال ٤: ١٢ | دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښې بل نُوم هيچا ته نۀ دې ورکړې شوې چه په هغې مُونږ خلاصُون ومُومو.“ |
روميان ١٠: ١٣ | لکه چه صحيفې وائى چه: ”هر هغه څوک چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى، هغه به خلاصُون بيا مُومى.“ |
روميان ١٠: ١١ | صحيفه وائى چه: ”هر څوک چه په هغۀ ايمان لرى، هغه به شرمولې نۀ شى.“ |
روميان ٢: ١١ | ځکه چه خُدائې دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى. |
روميان ٣: ٢٢ | يعنې دَ خُدائې له طرف نه صداقت چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان په وسيله هغه ټولو ته ورکړې شى، يعنې هغوئ ټولو ته چه په هغۀ ايمان راؤړى. په دوئ کښې هيڅ فرق نِشته، |
روميان ١٠: ٩ | ځکه که ستا په خُلۀ دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دې اَؤ په زړۀ کښې دِ دا ايمان وى چه خُدائې هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومې. |
زمونږ ګناهونه څنګه لرې کېدې شى او څنګه راته دا نوې ژوندې ملاوېدې شى؟ دا په مالک عيسى خلاصونکى باندې زمونږ د ايمان په ذريعه!کۀ مونږ د خپلو ګناهونو نه توبه وباسو او مسيح راوبلو چې مونږ معاف او بچ کړى نو هغه به داسې وکړى. مسيح د خدائ پاک زوئ دې څوک چې دنيا ته راغلو چې زمونږ د ګناهونو د پاره مړ شى. په دنيا کښې چې څوک هم په هغۀ يقين ولرى نو خدائ پاک به هغه معاف کړى. خدائ پاک د چا طرفدارى نۀ کوى. د هغۀ د پاره دا هيڅ خبره نۀ ده چې تۀ د کوم وطن يې، کومه ژبه وائې، غريب يا مالداره، نر يا ښځه، بوډا يا ځوان يې يا نور جسمانى فرق لرې. څوک هم چې د ګناه اقرار وکړى او په مسيح ايمان راوړى نو هغه به خلاص شى. دا يوه دعا ده چې کۀ تۀ په مسيح پسې د تلو فېصله وکړې نو کولې يې شې:
اې په عرش کښې خدايه پاکه، د خپل يکى يو زوئ د رالېږلو شکريه چې زما د ګناه د پاره مړ شو چې زۀ بچ شم او د عرش نه راته نوې ژوند ملاو شى. زۀ په خپل عمل پښېمانه يم او د خپلو ګناهونو معافى غواړم. زۀ په مسيح ايمان راوړم او عيسى خپل مالک او خلاصوونکې منم. زما مدد او لارښودنه وکړه چې تۀ کوم نوې ژوندې راکوې نو داسې ژوند تېر کړم چې تۀ پرې رضا يې. آمين!
کۀ تا دا دعا غوښتلې وى، نو خدائ پاک ته سوال وکړه چې تا ته يوه کليسا وښائى. هر وخت په دعا کښې د خدائ پاک سره خبرې کوه او خدائ پاک به جواب درکوى. خدائ پاک ته غوږ نيسه. خدائ پاک به دې لارښودنه کوى هغه ستا سره مينه کوى او ستا خيال به ساتى. تۀ په هغۀ يقين ساتلې شې او څوک چې په هغۀ يقين ساتى نو هغه هيڅ کله نۀ ناکامېږى. خدائ پاک ښۀ ذات دې. په خپل ژوند کښې په هغۀ يقين او بهروسه ساته. خپل حاجتونه هغۀ ته پېش کړه. هغه ستا خيال ساتى او برکت به درکړى. خدائ پاک وئيلى دى، ”زۀ به هيڅ کله نۀ تا پرېږدم او نۀ به دې رد کړم.“ په خدائ پاک يقين لره. او د مسيح په ذريعه برکتى شې.
مقدس کلام وخت په وخت لوله، شروع د يوحنا د کتاب نه وکړه. په انټرنېټ باندې د نورو معلوماتو د پاره په دې باندې کلک وکړه.